ټولنه

د ماشوم د ادبياتو د ملي ټولنې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ  د ماشوم د ادبياتو د ملي ټولنې غونډه پرون په کابل کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې غونډه کې د عدليې وزارت د قوانينو د رياست له لارې د ماشوم د ادبياتو د انکشاف د ملي ټولنې د مقررې د تقنيني پړاوونو د بهير د ګړندي کولو، دعمل د پروګرام او د مالي مدرک د ترلاسه کولو لپاره د کميټو د جوړولو او د هغو بنسټونو او اشخاصو په اړوند د معلوماتو د وړاندې کولو په باره کې خبرې  وشوې چې د ماشوم د ادبياتو په لاره کې کار کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې بايد ماشومانو ته په خپرونوکې د ماشوم له نظره ماشوم، د علمي او پوهې له نظره ماشوم او د لويانو له نظره ماشوم په پام کې ونيول شي.
دغه راز په دې غونډه کې د ماشوم د ادبياتو د ملي ټولنې د لوګو په باب هم خبرې وشوې او د دغو موضوعګانو په اړوند د غونډې برخه خپلې نظريې او وړانديزونه بيان کړل.          
  پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته