سیاست

د پنجوایي اوسیدونکي: بهرني ځواکونه دې له کلیو نه راوایستل شي سیمه اییز استازي: د پنجوایي پېښې د افغانستان ټول ملت دردولی دی

کابل باختر د کب  ٢٦

د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په زنګ آباد سیمه کې د امریکایي سرتېرو له خوا د ملکي وګړیو د وژنې د پېښې د تحقیق لپاره لېږل شویو هیأتونو او د پېښې د قربانیانو کورنیو د هېواد له جمهور رئیس سره وکتل.

باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوې وه او د پېښې د قربانیانو کورنیو هم پکې ګډون کړی ؤ، په پیل کې جمهور رئیس او د غونډې برخه والو د پنجوایي د شهیدانو لپاره ددعا لاسونه پورته کړل او دوی ته یې د لوی خدای(ج) له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

وروسته د هېواد جمهور رئیس یو ځل بیا د پنجوایي د پېښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او له دوی څخه یې د دغې دردناکې پېښې له امله د زغم او حوصله مندۍ د درلودلو په خاطر مننه وکړه.

ورپسې  د شهیدانو د کورنیو په استازيتوب لومړی حاجی عبدالصمد اکا چې د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي دي خبرې وکړې، ویې وویل چې موږ د امریکایانو له لاسه ټوکرې ټوکرې یو، حکومت دې زموږ نارې واوري، دلته د پیسو اخیستلو، حج ته د لېږلو او د ځمکو د غوښتلو لپاره نه یو راغلي، بلکې موږ ددې لپاره راغلي یو چې زموږ غږ واورېدل شي.

ده زیاته کړه چې امریکایي سرتېرو یې په کور باندې پنځه، شپږ ځله چاپه وهلې ده، موږ له دغو ځواکونو نه سخت په عذاب یو، موږ یو، یو مه پرې ختموﺉ. له حکومت نه مو غوښتنه ده چې د پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي او په افغانستان کې دې ورکړل شي.

 

وروسته د پېښې د یوه بل قرباني ورور چې خپل ورور او ورېره یې په نوموړې پېښه کې له لاسه ورکړي دي، خبرې وکړې ویې ویل چې امریکایي سرتېري د شپې دری بجې شاوخوا د ورور کور ته یې ورننوتل، او لومړی یې په دې نامه له خوبه راپاڅاوه چې ګنې طالب دی، او بیا یې زما د ورېندارې په وړاندې شهید کړ.

 

ده زیاته کړه چې د امریکایي چارواکو دا خبره د نه منلو ده چې وایي د پېښې تر سره کوونکی یو کس و او یا یې هم دماغي ناروغي درلوده، نوموړي پوښتنه وکړه چې دا څه ډول لېونی دی چې په خپل ځان ډزې نه کوي او نه هم نورو امریکایانو ته څه وایي.

 

ورپسې د شهیدانو د ورثه وو له ډلې نه یو بل کس چې د کورنۍ ۱۱ تنه غړي یې له لاسه ورکړي دي خبرې وکړې ویې ویل چې امریکایي سرتېرو دغه کسان په څلورو بېلو بېلو خونو کې شهیدان کړل، لومړی یې زما مور شهیده کړه، بیا یې زما اولادونه شهیدان کړل او وروسته یې په یوه خونه کې واچول او اور یې ورواچاوه، زه یې میراث کړم، زما په کور کې یې څوک را پرې نښودل.

ده، د هېواد جمهور رئیس ته وویل چې موږ نور څوک نلرو چې غم مو وخوري، پر تاسو باندې ژاړو، تاسو زموږ مشران یاست او تاسې باید زموږ غمه وخورﺉ.

ورپسې د پنجوایي ولسوالۍ یو قومي مشر د پېښې په اړه نور معلومات ورکړل، ویې ویل چې نوموړې پېښه په نیمه شپه رامنځ ته شوه او امریکایي سرتېري د الوتکو او رڼا اچوونکو په مرسته د ټولو افغاني او انساني اصولو پر خلاف د خلکو پر کورونو ورننوتل او هغوی يې شهیدان او ټپیان کړل.

د پنجوایي دغه قومي مشر وویل چې په دغه پېښه باندې نه یوازې د کندهار خلک غمجن شوي دي، بلکې د ټول افغانستان ملت یې دردولی دی او نوموړې پېښې په ټولو باندې مساوي درد وېشلی دی.

نوموړي زیاته کړه چې ددې پېښې عامل یو سړی نه دی، دا څرنګه کېدلای شي چې یو سړی دې راووځي او په څو کورونو کې دې د مسلمانانو وینې تویې کړي، خپل قوماندان ته دې هېڅ نه وایي، او بېرته دې په جوړو پښو خپلې قرارګاه ته ستون شي. که دوی وایي چې د پېښې قاتل روحي ناروغي درلوده، نو ولې دوی لېونیانو ته په خپلو سرتېرو کې د دندې اجازه ورکوي؟

ده وویل چې له دې پېښې پوره څلور ورځې مخکې په زنګ آباد سیمه کې د امریکایي سرتېرو یو ټانک په ماین الوتلی وو او دوه سرتېري یې پکې وژل شوي وو، او بیا امریکایي سرتېرو د سیمې خلکو ته ګواښ کړی وو چې ددغو سرتېرو انتقام به د افغانانو له شلو کسانو نه واخلي. نو دا پېښه د  منظم پلان له مخې تر سره شوه.

 

قومي مشر د افغانستان له جمهور رئیس نه وغوښتل چې که غواړي د افغانستان د خلکو ټوکر ټوکر زړونه ورغېږي نو د پېښې عاملین دې د افغانستان د ننه په سزا ورسول شي، ځکه د پېښې تر سره کوونکي په افغانستان کې دننه جرم تر سره کړی دی.

همدا راز د پنجوایي استازي د افغانستان له حکومت نه وغوښتل چې امریکایي سرتېري دې له کلیو نه راوایستل شي او په قرارګاوو کې دې ځای پر ځای شي او پر ځای یې د ملي اردو یا ملي پولیسو سرتېري هلته ولېږل شي.

 

ورپسې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز شیرمحمد کریمي چې له کابل څخه د ورغلي پلاوي مشري پر غاړه وه، د هېواد جمهور رئیس ته خپل رپوټ وړاندې کړ، ویې ویل چې د امریکایي قرارګاه او کلیو تر منځ شاوخوا دری کیلو متره فاصله وجود لري، خو سرتیري په همدې فاصله د پنجوایي د خلکو پر کورونو ورننوتلي دي او دوی یې شهیدان کړي دي.

لوی درستیز زیاته کړه چې له کابل څخه سیمې ته تللي پلاوي درې ورځې هڅه وکړه تر څو د پېښې له تر سره کوونکي سره په خپله او له نږدې وګوري، خو امریکایي چارواکو ورسره هېڅ ډول مرسته ونه کړه.

د پنجوایي د پېښې د قربانیانو د ورثه وو او د ټاکل شویو پلاوو له خبرو او وړاندیزونو وروسته، د هېواد جمهور رئیس وویل چې ستاسو له معلوماتو نه دا ښکاره شوه چې د نوموړې پېښې تر سره کوونکی یو کس نه دی، بلکې څو کسان پکې شامل دي.

حامد کرزي وویل چې له څلورو، پنځو کلونو راهیسې مو له بهرنیانو سره په همدې مسأله جدي خبرې اترې رواني دي چې تروریستان او طالبان د افغانستان په کلیو او بانډو کې وجود نلري، نو بهرني ځواکونه دې د هېواد له کلیو نه راووځي او پر هغو ځایونو دې تمرکز وکړي، چې تروریستان هلته موجود دي.

همدا راز جمهور رئیس زیاته کړه چې له څو کلونو راهیسې مو د شپې د عملیاتو او په افغانستان کې له امریکایانو سره د بهرنیو زندانونو په اړه بحثونه دوام لري، چې په دې برخه کې مو یوه اندازه پرمختګ هم کړی دی او د وروستي قرارداد له مخې به په راتلونکو شپږو میاشتو کې ددغو زندانونو مسؤولیت په بشپړه توګه د افغانستان حکومت ته ولېږدول شي. 

جمهور رئیس زیاته کړه چې د پنجوایي پېښه د لېوني سړي عمل نه دی، بلکې یوه قصدي وژنه ده او پکار دى چې عاملینو ته یې سخته سزا ورکړل شي.

حامد کرزي د دارنګه پېښو بیا تکرار د افغانستان د خلکو او نړیوالو ځواکونو په تاوان وباله او هیله یې وکړه چې په راتلونکې کې بیا تکرار نشي.

دغه راز د هېواد جمهور رئیس د پنجوایي د خلکو ددغې غوښتنې په اړه چې بهرني ځواکونه دې له کلیو او بانډو نه راووځي، وویل چې تېره ورځ مو اعلان وکړ چې نړیوال سرتېري دې د افغانستان له کلیو نه راووځي او په خپلو قرارګاوو کې دې ځای پر ځای شي  چې په دې اړه نن سهار د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما هم ټیلیفون راکړی و او خبرې اترې مو ورباندې وکړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته