امنیت

په ننګرهار کې د ورانکارۍ په تور دوه تنه نیول شوي دي

کابل باختر د وري د میاشتې ۲۱ مه
د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په ګولایي سیمه کې دوه تنه د ورانکارۍ په تور نیول شوي دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، تېره ورځ د ملي امنیت ځواکونو د غني خېلو ولسوالۍ په ګولايي سیمه کې عملیات ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې دوه تنه له یوه ټوپک او د دهشکې له ۲۱۲ ګولیو سره یوځای نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې یو تن له یوې وسلې سره یوځای د سولې له بهیر سره یوځای شوی دی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته