ښوونه او روزنه

پنځه تنه زده کوونکي وستايل شول

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١٥ :
پنځه تنه زده کوونکي چې د ١٣٩٤ کال  دکانکور په آزموينه کې يې لوړې نمرې  ګټلې وې په پنجشير کې وستايل شول.
دغه زده کوونکي  دسيمه ييزو  مقاماتو له خوا دستاينې دلوحې او سوغاتونو  په ورکولو سره  وستايل شول.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دپنجشير ولايت  په مقر کې  جوړه شوې وه مقاماتو خبرې وکړې  او په لوړو نمرو سره پوهنتونونو ته دپنځو تنو زده کوونکو لارې موندل  دپنجشيرولايت ته  د ١٣٩٤ کال  له برياليتوبونو څخه وبلل.
په دې غونډه کې دپنجشير والي محمدعارف سروري خبرې وکړې  او دلوړو زده کړو موسسو ته يې  په ښو نتيجو سره ددغو زده کوونکو دبرياليتوب له امله مبارکي وويله او دپنجشير ولايت دپوهنې  دکيفيت په ښه والي يې ټينګاروکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته