ټولنه

لومړي ډله افغاني حاجيان نن شپه کابل ته را رسيږي

کابلباختردميزان٢٧
هيواد  ته له سعودي عربستان څخه د افغاني حاجيانو دليږدونې عمليات نن شپه پيليږي  .
دمکې مکرمې له ښار څخه دباختراژانس داستول شوي خبريال فضل واحد کريم دخبر له مخې  :  ټاکل شوې ده لومړي ډله افغاني حاجيان نن ماښام دسعودي عربستان په وخت په  پنځو بجو اوديرشودقيقو له جدي څخه د کابل په لور روان شي
په مکه مکرمه کې دافغاني بعثه دمقاماتو دڅرګندونو له مخې  په لومړۍ الوتنه کې دوه سوه شپاړلس تنه افغاني حاجيان دصافي دهوايي شرکت ديوې الوتنې په واسطه کابل ته ليږدول کيږي .
دغه راز د آريانا افغان هوايي شرکت اودکام ايرهوايي شرکت  په دوو الوتنو سره نن شپه دبلخ او هرات دولايتونو  يوشميرحاجيان دغو دوو ولايتونو ته ليږدوي  .
اوس څه نا څه څلرويشت زره تنه افغاني حاجيان په عربستان کې ميشت  دي اودپروګرام له مخې  به  دحاجيانو دراستنولو عمليات شل ورځې وخت ونيسي
دافغاني حاجيانو دليږدونې په بهير کې دآريانا افغان هوايي شرکت سربيره دکام اير او صافي دوه خصوصي شرکتونه هم  ونډه لري  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته