ورزش

د ختيځ زون په سياليو کې د ننګرهار د فوټسال ټيم اتلوالي

کابل باخترد سلواغې يوولسمه :
د ننګرهار ټيم په ختيځ زون کې د رمضان جام د فوټسال سياليو اتل شو .
دغه ټيم په وروستۍ لوبه کې وکولاى شو ختيځ ټيم ته د دوو ګولونو په ورکولو سره ماتې ورکړي او د اتلوالي جام يې وګټي .
  په دغوسياليو کې د هېواد د ختيځ ولايتونو اتو ټيمونو برخه لرله.
د ننګرهار ولايت د ورزشي ادارې مسوول خوشحال حضرتي باختر آژانس ته وويل چې دغه سيالۍ د روژې د مبارکې مياشتې په وياړ د ختيځ فوټسال د غوره څيرو د پېژندنې او د ورزش د ودې په موخه په دې جغرافيا کې پيل شوې وې.
  ختم_ شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته