نړۍ

دبن لادن کورنۍ په سعودي کې پاتې کيږي .

رياض  باختر  دثور يوولسمه

  دسعودي عربستان مقاماتو ويلي دي هيڅ داسې نښې نښانې  نه دي ترلاسه شوي چې وښي داسامه بن لادن درې ميرمنې اودده  دکورنۍ  نور غړي  دى په تروريزم کې لاس ولري .

 دغه ټکۍ دسعودي عربستان په يوه رسمي ويناکې څرګند شوى دى چې له مخې به يې سعودي مقامات اجازه ورکړي چې دغه ډله په دغه هيوادکې پاتې شي .

  دډيلي تايمز ورځپاڼې خبر ورکړي دى په دې وينا کې ددغې  ١٤ کسيزې ډلې د خوندي ورتګ په باب  زيات جزئيات نه دي ورکړشوي او ويل  شوي دي چې هغوى دجدى په ښار کې دبن لادن کورنۍ له نورو غړو سره  کتلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته