نړۍ

په عراق کې پنځه تنه لمونځ کوونکي ووژل شول

بغدادفرانسپرسباختردسنبلي ١٠
په عراق کې د تاوتريخوالي په نويو څپو کې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په بغداد کې دسنيانو په يوجومات کې پنځه تنه لمونځ کوونکي و وژل شول اوڅو تنه نورټپيان شول .
دفرانسې خبري آژانس د عراق دامنيتي خبرځايونوله خولې ويلي دي چى يرغلګر له دغه بريد وروسته چې دپايتخت په ختيځ د نوي بغداد دشيعګانو داستوګني په سيمه کې دسهاردلمانځه د اداکولو په بهيرکې وشو ، په تيښتې بريالي شول .
دغه راز دبغداد په شمال کې ديو بم د چاودنې له ا مله دالقاعده يوغړى ووژل شو اوڅلورتنه نورټپيان شول .
د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې څه دپاسه درې زره تنه په عراق کې وژل شوي دي او دغې انديښني  زوراخستي دى  چى دغه هيواد د٢٠٠٦ او٢٠٠٧ کلونو خونړيو پيښو ته چې په لسګونو زره تنه پکې و وژل شول،  ستنيږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته