سیاست

د امنیت په ټینګولو کې د خلکو ونډه ټاکونکې ده

کابل/ باختر/ د لیندۍ ۱۰ مه
د ډاډمن سراسري امنیت ټینګول زموږ د اوسني پړاو تر ټولو ستره اړتیا ده. خلک هره ورځ خاورو ته د جنازو له سپارلو ستړي شوي دي. منو چې د امنیت ټینګول د افغانستان د وسله وال پوځ دنده او مسوولیت دی. د دولت په اډانه کې د وسله والو رسمي جوړښتونو د رامنځ ته کولو فلسفه او منطق دا دی چې باید دوی کورنی امنیت خوندي کړي او د بهرني تېري پر وړاندې د هېواد د آزادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ دفاع وکړي. خو که خلک له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د امنیت په خوندي کولو او د بهرني تېري په شنډولوکې و نه درېږي، نو ګرانه ده چې امنیتي ځواکونه دې په خپلو دندوکې بریالي شي.
د باختر آژانس سیاسی مفسر د امنیت په ټینګولو کې د خلکو د ونډې ارزښت ته کتنه کړې ده او لیکي:
د ډاډمن امنیت په ټینګولو کې د هېواد د وسله وال پوځ پر نقش سترګې پټېدای نه شي، خو دا هم باید د یو واقعیت په توګه ومنو چې د امنیت په ټینګولو کې د خلکو ونډه ټاکونکې ده.
د خلکو ونډه بېلابېلې بڼې لري. یوه یې دا ده چې خلک خپل بچیان د وسله وال پوځ لیکو ته استوي. موږ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې داسې کورنۍ لرو چې څو زامنو یې د هېواد د دفاع په لاره کې قرباني ورکړې ده، خو له دغو ټولو قربانیو او سرښندونو سره سره خلک خپل بچیان د ملي اردو، پولیسو، ملي امنیت او نورو امنیتی جوړښتونو لیکو ته استوي.
دا له هېواد سره د افغانانو د رښتینې مینې ښکارندویي کوي. له وطن سره مینه د افغانانو په خټه کې اخکل شوې ده. دغه راز ونډې ته مستقیمه ونډه ویل کېدای شي. په دې برخه کې د افغانانو ونډه د پوره ستاینې وړ ده. خو خلک باید یواځې پرمستقیمې ونډې بسنه ونه کړي، بلکې د امنیت په ټینګولوکې د لا پراخې ونډې پر نورو لارو چارو هم فکر او غور وکړي. یو څو بېلګو ته به اشاره وکړو.
خلک کولای شي له وسله والو مخالفانو سره خبرې وکړي او هغوی ته ووایي چې د اړوندو سیمو له نا امنه کولو ډډه وکړي. هغوی دې له وسله و الو مخالفانو سره د خبرو او تفاهم ور پرانېزي، هغوی ته دې د سولې ښېګڼې تشریح کړي، هغوی ته دې قناعت ورکړي چې جګړه د ولس له لا بدمرغه کولو پرته بله پایله نه لري، په هره سیمه کې جګړه تر ټولو لومړی د همغې سیمې خلک زیانمنوي، د همغې سیمې کورنۍ د ویر او ماتم پر ټغر کېنوي، په همغه سیمه کې ټولګټي تاسیسات ویجاړوي او هلته د بیارغاونې  مخه نیسي.
دا د هرې سیمې د خلکو ملي، اخلاقي او دیني مسوولیت دی چې خپله سیمه د جګړې له بدمرغیو وژغوري. که خلک سره یوموټی شي او په کلک هوډ د جګړې ښکیلو خواوو ته ووایي چې نور زموږ په سیمه کې جګړه ونه کړئ، نو پوره باور دی چې یو لوری به هم هلته پوځي عملیاتو ته زړه ښه نه کړي. د امنیت په ټینګولو کې دخلکو دغه راز ونډې ته په اوسنیو شرایطو کې ډېره اړتیا ده. همدارنګه خلک کولای شي له امنیتي ادارو سره د اړینو معلوماتو په شریکولوکې مرسته وکړي او په دې توګه په خپل وخت د چاودنو، بریدونو او نورو ناوړو پېښو مخه ونیسي.
دا د امنیتي ادارو د مسوولینو په پوهې او مهارت هم اړه لري چې د امنیت د ټینګولو په موخه څنګه د خلکو مرسته او همکاري راخپلولی شي. د خلکو او امنیتي ادارو ترمنځ یوې روښانې او ښه تعریف شوې دوه اړخیزې اړیکې ته ضرورت دی.
د امنیتي ادارو مسوولین باید دا واقعیت ومني چې د خلکو مرسته او همکاري ورته حیاتي ارزښت لري. وروستی بری به د همغو وي چې خلک یې تر شا ولاړ وي، ولسونه یې ملاتړ کوي، مرسته او همکاري ورسره کوي.
د امنیتي ادارو مسوولین دې د دغه راز دوه اړخیزې اړیکې د تامینولو، پیاوړي کولو او اغېزمن کولو لپاره د قومی مشرانو او دیني عالمانو په مرسته یو هر اړخیز میکانیزم جوړکړي.
پاى/ن.ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته