امنیت

د طالبانو دجنګي وسلو يوه ډيپو په بګرام کې کشف شوه.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دوسله والو طالبانو دجنګي وسلو يوه ډيپو دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې کشف او ضبط شوه .
دبګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دپوليسو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دجنګي وسلو يوه ډيپو دبګرام ولسوالۍ په ده مسکين کلي کې ترلاسه شوه .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې : په دې ډيپو کې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او د ډول ډول وسلو يوه اندازه ګولۍ او نور جنګي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
خبرځاى زياته کړه طالبانو له دغې ډيپو څخه دورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو په خاطر استفاده کوله چې دپوليسو له خوا کشف شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته