امنیت

درې تنه ماين ايښودونکې ونيول شول

٢٢ – کابل باختر د ليندي  نهه ويشتمه

   درې تنه ماين ايښودونکې په فراه ولايت کې ونيول شول .

 دملي امنيت منسوبينو درې تنه ماين ايښودونکې ددغه ولايت دبالابلوک په ولسوالۍ  کې دماين ايښودلو په وخت کې  ونيول .

 دفراه ولايت دامنيي قومانداني دامنيت آمر سمونوال محمدعوث مليار د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه درې تنه تيره شپه  دپوليسو له خوا دبالابلوک  ولسوالۍ په شيوان سيمه کې ونيول شول .

 دده د څرګندونو له مخې له دوى څخه دوه کلاشينکوفونه او له لاري واټن څخه دکنترولو وسله  هم ترلاسه شوې ده .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  دغو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړي دي او ويلي دي  چې دمخالفينو له خوا استخدام شوي وو  چې ماين دپوليسو او بهرنيو ځواکونوپه کاروان دورانکارو بريدونو په مقصد  په دغې سيمه کې تر پلګي لاندې ځاى پرځاى کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته