خبرونهټولنه

په بدخشان کې سېلاوونو زیات مالي زیانونه اړولي دي

 کابل، د غبرګولي٢٥مه، باختر

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ اوسېدونکو ته پرون سېلاوونو زیات مالي زیانونه اړولي دي.

د بدخشان د زیباک ولسوالۍ د پراختیا شورا رییس فضل احمد فیضي باختر آژانس ته وویل، چې د دغې ولسوالۍ د ګلخانې، ډنډ، دشت خان، نوآباد او خالخان په کلیو کې سختو سېلاوونو اوسېدونکو ته زیات مالي زیانونه اړولي دي.

هغه وویل، چې سېلاوونو په دغه  ولسوالۍ کې ۲۲۰ جريبه کرنيزه ځمکه، بڼونه، اته کورونه، د اوبو اته ويالې ویجاړې او ٢٤ څاروي له منځه تللي او له دوو کليو څخه د ولسوالۍ تر مرکز پورې غځېدلې لاره تړل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې او د بدخشان د کرنې رئیس قاري قطب الدین دهنوي  له يو شمېر موسسو سره په ګډه په دغه  ولسوالۍ کې د زيانونو په اړه څېړنې کوي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته