ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دخواشيني اوډاډګيرنې پيغام

کابل- باختردتلې دمياشتې  ٩ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دخواشيني اوډاډګيرنې پيغام:
په ژورې خواشيني سره خبرشوم چې دافغانستان يو سابقه دار خدمتګار سميع ارغند د ورپيښې ناروغى له امله  له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړى دى.
انالله و انااليه راجعون
ارواښادسميع ارغند تر زده کړو وروسته دهيواد دمرکز او ولايتونو په بيلابيلو دولتي اداروکې خدمت کړى و، دى يوخدمتګار شخص و اومړينه يې يوه ضايعه ده. دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ اودوستانو ته وړاندې کوم.
الله تعالى دې دى وبخښي اوکورنۍ ته دې يې جميل صبرپه نصيب شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته