سیاست

د اسلامي همکاریو سازمان: اسلامي هېوادونه د ترورېزم قرباني دي

کابل باختردزمري دمياشتې  ٢٧ :

د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو څلورمې فوق العاده غونډه چې د مکې مکرمې په ښار کې جوړه شوې وه، د خپلې ناستې په پای کې "د اسلامي پیوستون د پیاوړتیا" تر نامه لاندې اعلامیه خپره کړه.

 

په دغې اعلامیه کې د اسلامي پیوستون د پیاوړتیا، د فلسطین، سوریې او میانمار د حالاتو، له افراطیت او تعصب سره د مبارزې، د ادیانو، فرهنګونو او تمدنونو تر منځ د ډیالوګ او نورو اړوندو مسائلو په هکله د کنفرانس د غړیو هېوادونو ګډه پرېکړه راغلې ده.

 

د اعلامیې له مخې، کنفرانس هر ډول تروریزم وغانده او څرګنده یې کړه چې اوس مهال د اسلامي همکاریو د سازمان هېوادونه د تروریستي اعمالو قرباني دي او له هر ډول تروریزم سره یې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. په اعلامیه کې راغلي دي چې تروریزم یوه نړیواله پدیده ده او له هېڅ دین، مذهب، نژاد، رنګ او هېواد سره تړاو نلري.

 

د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډه اعلامیه کې په لویدیځ کې د تروریزم د ناسم تعریف په اړه اندېښنه ښودل شوې ده، راغلي دي چې کنفرانس په لویدیځ کې د هغه زیاتیدونکي تمایل په اړه چې ویل کېږي اسلام د تروریزم ملاتړ کوي او د اسلام د بدنامۍ لامل ګرځي، ژوره اندېښنه لري او د اسلام د اصلي تصویر او لوړو ارزښتونو د څرګندولو لپاره د ګډ عمل پر اړتیا ټینګار کوي. 

په اعلامیه کې د راغلو موادو له مخې د اسلامي همکاریو سازمان د سوریې د یووالي، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا غوښتونکی دی، په دغه هېواد کې روانه وینه تویېدنه په کلکه غندي او د نور هر ډول خشونت او وینې تویېدنې مسؤول د سوریې اوسنی حکومت بولي. پرېکړه شوې چې د اسلامي همکاریو په سازمان او نورو اړوندو مؤسسو کې د سوریې غړیتوب وځنډوي.

 

دغه راز د اسلامي همکاریو د سازمان په اعلامیه کې د فلسطین مسأله د ټول اسلامي امت لپاره محوري مسأله بلل شوې او ویل شوي دي چې اسرائیل نړیوالې پرېکړې لکه خپلو مېنو ته د فلسطینیانو د بېرته ورګرځېدو پرېکړه، نه عملي کوي.

 

کنفرانس په افغانستان، عراق، سوډان، سومالیا، جموو کشمیر او یمن په هېوادونو کې ستونزو ته د رسیده ګۍ لپاره خپل پیوستون او ټینګ ملاتړ اعلانوي.

کنفرانس یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسلام د اعتدال او مهربانۍ دین دی چې هېڅ ډول تعصب، افراطیت او زورزیاتی نه مني.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته