سیاست

جمهوررئیس غني: زموږ ګاونډیان دې د اوبو بندونو په جوړولو د اندېښنې پرځای د هغو ملاتړ وکړي

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د "اوبه او پایداره پرمختیا" په نوم څلورم ملي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه کنفرانس چې د یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو په حضور کې په ارګ کې جوړ شوی و، جمهوررئیس غني وویل: شونې ده چې د هېواد د اوبو سرچینې په شتمنۍ بدلې شي او د افغانستان یو تر ټولو مهمه سرچینه د هغه جغرافيايي موقعیت دی چې درې زره کاله یې دغه هېواد د تمدن په مرکز او څلور لارې بدل کړی و.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، د اسیا په زړه کې د افغانستان جغرافيايي مواقعیت موږ ته د پرېمانه سرچینو د کارونې  ستر چانس راکوي او له جنګ څخه د راوتلو او د سیمه‌ییزو همکاریو زیاتولو زمینه برابروي.
هغه زیاته کړه، د افغانستان اوبه مهمه طبیعي سرچینه او زموږ د خلکو شتمني ده، چې تر اوسه د اوبو له واقعي اهمیت او ارزښت څخه بې خبره پاتې وو، د هغې د سم تنظیم او مدیریت په برخه کې زیات کار ته اړتیا لرو.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه: که د هېواد شته سرچینې، د خلکو هڅې، جغرافيايي موقعیت، اوبه، خاوره، کانونه، پانګه او طبیعي ښکلاوې سره یو ځای کړو او له هغې سمه استفاده وکړو، د نړۍ د ځینو هېوادونو په پرتله به په لږ وخت کې له بېوزلۍ خلاص شو.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، افغانستان د خپلو سترو سرچینو د سم مدیریت په برکت کولای شي، راتلونکو شلو کالو کې په یو نسبتاً متوسط سوکاله هېواد بدل شي او باید دغه هدف ترلاسه کړو، په خپلو پښو ودرېږو، ځکه د پردیو په دوامداره مرستو ډډه لګول تېروتنه وه او زموږ اساسي هدف باید د نورو له احتیاجه راوتل وي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، موږ ښه پوهېږو، اوبه زموږ عزت دی او د دغه عزت ساتل زموږ ملي هدف دی، د هغه هېواد لپاره چې لا یې هم د اتیا سلنې خلکو ژوند په کرنه ولاړ دی، د کرنیزو توکو واردول ملي شرم دی او له دغه شرم څخه باید ځانونه خلاص کړو، افغانستان باید د کرنیزو محصولاتو صادرونکی شي، نه واردونکی.
همدارنګه هغه زیاته کړه، اوبه د انرژۍ د تولید سرچینه ده چې سم مدیریت یې کولای شي د افغانستان د وارداتي انرژۍ اړتیا کمه کړي او د ځان بسیاینې تر پولې ورسېږو. جمهوررئیس وویل، اوبه د افغانستان پانګه او د خدای ستر نعمت دی، که له طبیعي نعمتونو سمه استفاده ونشي، نو ستونزې به را ولاړې شي.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، دولت او ملت باید د اوبو د وېش او د سرچینو د اختصاص په سر په اساسي توګه بنیادي نتیجې او څرګندې پالیسۍ ته ورسېږي، اوبه په یو سکتور کې نه خلاصه کېږي، اوبه زموږ ملي اړتیا ده، ټولې بین السکتوري ادارې باید څرګندې نتیجې ته ورسېږي، د ابهام او تضاد مخنیوی وکړي.  
جمهوررئیس محمداشرف غني وویل: نن تر ټولو مهمه موضوع د اوبو په وېش کې د عدالت نشتوالی دی، زموږ دودیز نظام چې زیات عادلانه و، له بده مرغه سختو ګواښونو سره مخ دی.
جمهوررئیس وویل، دغه کنفرانس دې په یو اساسي بحث بدل شي او د اوبو د وېش په بیارغاونه دي په عادلانه او د شریعت مطابق بحث وشي. هغه زیاته کړه، سږنۍ بودجه کې د اوبو حوزو مدیریت پياوړی شوی او څرګنده اړتیا ده چې د اوبو هره حوزه د یو سیستم په څېر مدیریت کړو. 
همدارنګه جمهوررئیس وویل، په کار ده د هر رود حوزه د یو جلا واحد په توګه تحلیل او وڅېړل شي او هم مهال له هغې څخه د استفادې مناسبې لایحې او پالیسۍ تدوین شي، چې هم د خلکو د معیشت په حالت مثبته اغېزه ولري او هم چاپیریال ساتنې او طبیعي سرچینو سره مرسته وکړي. 
جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان د اوبو پرمختیا د سیمې او زموږ د خلکو په ګټه ده، ځکه زموږ لارښود اصول زموږ د خلکو ګټې، له بېوزلۍ څخه د خلکو ژغورنه او د اوبو اړوند بین المللي قوانین جوړوي. هغه وویل " له ګاونډیانو څخه زموږ تمه داده چې د بندونو او د اوبو کارونې د شبکو له جوړولو څخه اندېښنه ونه لري، بلکې له هغې ملاتړ وکړي، ځکه له اوبو څخه سمه ګټه اخيستنه هغه وخت شونې ده چې د اوبو وړاندوینه ممکنه شي"
جمهوررئیس له اوبو څخه پر نوي تعریف ټینګار وکړ وې ویل، دغه بحث نه یوازې د هغې  د بېځایه مصرف او اسراف مخه نیسي، بلکې له هغې څخه استفاده دې په داسې توګه تعمیم شي چې زموږ د هر فرد په ورځني ژوند کې څرګنده وي.
د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په خپلو خبرو کې د اوبو سرچینو په اړه د اوبو ملي کنفرانس ستره پېښه وبلله وې ویل، دغه کنفرانس د نظرونو د تبادلې لپاره یو فرصت دی چې د اوبو سرچینو د اهمیت، مدیریت او سیاست جوړونې په خاطر جوړ شوی دی.
هغه د اوبو د ملي کنفرانس موخه د اوبو سرچینو په اړه د پالیسۍ جوړونکو، سکتوري ادارو، د اوبو متخصصینو او بین المللي تمویل کوونکو ترمنځ بحث وباله او زیاته یې کړه، دغه کنفرانس به په دوره يي توګه جوړېږي چې د اوبو د څلورم کنفرانس له جوړېدو وروسته به د اوبو ملي کنګره هم جوړه شي.
په دغه کنفرانس کې د هند سفیر من پریت هورا د اوبو د اهمیت په اړه خبرې وکړې، همدارنګه یو شمېر میرابانو د اوبو د عادلانه وېش او د اوبو د ستونزې په اړه خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې بیان کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته