امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلي يو قوماندان له نهو تنو افرادوسره يې ووژل شو

کابل باختر  د چنګاښ ٢٦:
دوسله والو طالبانو د ډلې يوقوماندان له نهو تنو افرادوسره يې پرون په لوګرولايت کې ووژل شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دملي اردو دخاصې قطعې د منسوبينو او دايتلاف د ځواکونو دهغو ګډو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د وسله والومخالفينو د قوماندانانو د تعقيبولو په مقصد د لوګرولايت دمرکز پل علم په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دوسله والو طالبانو دډلې  ديو قوماندان په گډون لس تنه وسله وال  مخالفين ووژل شول.
په دغو عملياتوکې دوه توغندي ويشتوونکي،يوه داشکه، درې کلاشينکوفونه ، يوه اندازه لاسي بمونه او د داشکې دوه بکسي ګولۍ هم  ترلاسه شوې دي .
ديوبل خبرله مخې : دهغو عملياتو په بهيرکې چې دملي اردو  له خوا دتخار ولايت د اشکمش ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ اووه تنه وسله وال مخالفين  ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته