کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دباميانو ديکاولنګ ولسوالۍ دمهاجرينو دښارګوټي داوسيدونکو برېښنا تامين شوه .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، ددغه ښارګوټي د اوسيدونکو برېښنا ددولت له بودجې څخه ددرې ميليون افغانيو په لګښت دلمريز برېښنا د ١٥٠ دستګاوو په نصبولوسره برابره شوې ده .
ددغه ښارګوټي دلمريزې برېښنا دتوليدولو دستګاوې دمهاجرينو او راستنيدونکو دچارو دوزير سيد محمد حسين عالمي بلخي اودباميانو دوالي محمد طاهر زهير له خوا پرانستل شو .
دمهاجرينو اوراستنيدونکو دچارو وزير سيد محمد حسن عالمي بلخي وويل چې په دغه ښارګوټي کې دحرفې او فن يو روزنيز مرکزهم جوړېږي .
ختم_ شکريه_ اکرم