خبرونهروغتیا

په هلمند کې د کويد-١٩ روغتون جوړېږي

٣٠- کابل / ليندۍ ٢٢مه / باختر
دعامې روغتيا وزير ډاکتر احمدجواد عثماني په افغانستان کې د بي پولې ډاکترانو د سازمان له عمومي مسوول فليپ رابيرو سره په کتنه کې په هلمند کې په کرونا ويروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره د سلو بسترو په ظرفيت د يو روغتون د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د عامې روغتيا وزير برسيره پردې د بې پولې ډاکترانو له عمومي مسوول سره د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې له ١٧ بسترو څخه ٣٥بسترو ته د کرونا ويروس د اخته کسانو د درملنې د روغتون د لوړولو، د روغتيايي مرکزونو د سمبالولو، په روغتونونوکې د تشکيل او بسترو د زياتوالي، تخنيکي همکاريو، د بې پولې ډاکترانود سازمان له خوا د مرکزي لابراتوارونو د مايکرو بيولوژى څانګې د ظرفيت د لوړولو په اړه خبرې وکړې او په دې لاره کې يې د زياتې همغږى غوښتنه وکړه .
ډاکتر عثماني په افغانستان کې د پولې ډاکترانو سازمان د همکاريو له امله په مننې سره اړوندومسوولينو ته لارښوونې وکړي چې د بې پولې داکترانو له سازمان سره هراړخيزه همکاري وکړي او په دې لاره کې له هيڅ راز هلوځلوڅخه ډډه ونه کړي .
په هلمند کې د کرونا ويروس د ناروغانو د درملنې ١٠٠ بستريز روغتون د اسيايي پرمختيايي بانک په مرسته د ملي پرمختيا د شرکت له خوا جوړېږي
ختم_ج_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته