سیاست

ډاکتر زاخيلوال د پاکستان دماليې له وزير سره وکتل.

کابل – باختر دوږې دمياشتې ٤
دهيواد دماليې وزير ډاکتر عمر زاخيلوال نن په اسلام آباد کې له خپل پاکستاني سيال سناتور محمداسحق سره د دواړو هيوادونو ترمنځ داقتصادي اړيکو دوې په باب خبرې وکړې.
له اسلام آباد څخه  دباختر آژانس درييس خليل مينوي دخبرله مخې  :
په دې کتنه چې دوه ساعته يي دوام وکړ دواړو لورو په اقتصادي اړيکو کې دځنډونو د لرلو ژمنه وکړ او دهغو په ل ازياتې پراختيا باندې يې ټينګار وکړ.
دوې دغه راز د اړيکو دپراختيا ، داوسپنۍ دپټلې دغځولو او  په ترانزيتي او دانرژي په برخو کې ييې د موجود موافقه ليک د تطبيق په باب  خبرې وکړې .
په دغو خبرو کې موافقه وشوه چې د دواړو هيوادونو ګډ اقتصادي کميسيون دې
د اکتوبر په مياشت کې کابل ته سفر وکړي  چې وروستي موافقه ليکونه وڅيړي.
دافغانستان دماليې وزير په دې کتنه کې خپل پاکستاني سيال ته بلنه ورکړ چې کابل ته سفر وکړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته