هرات باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه :
د عکس نندارتون او چشمک هاى رنګي کتاب پرون د هرات پوهنتون د ژورنالريزم په پوهنځي کې پرانستل شو.
دهرات پوهنتون يوه مسوول عزت الله علي دوست ددغه نندارتون د جوړولو هدف د افغانستان د خبريالانو ملاتړ وباله او د اړوندو مسوولينو دملاتړ غوښتنه يې وکړه.
ده وويل چې په دغه نندارتون کې٤٠عکسونه چې دهېواد له اوو ولايتونو څخه اخيستل شوي دي؛ نندارې ته وړاندې شوي دي.
د يادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې د علي دوست ٧٨ نور عکسونه چې د چشمک هاى رنګي په نامه دکتاب په ډول چاپ شوي دي؛ هم پرانستل شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ