امنیت

نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي په خوست کې ووژل شول

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د خوست ولايت د موسى خيلو په ولسوالۍ کې٤٩ تنه ډار اچوونکي د امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول . 
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د خوست ولايت د موسى خيلو ولسوالۍ د ځينو سيمو د پاکولو په موخه يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څوکلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول او نهه څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٤ تنه نوريې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته