سیاست

د دايمي سولې ټينګښت او د جګړې پاى ته رسول د افغانستان د خلکو غوښتنه ده

کابل / د چنګاښ ۲۹مه / باختر
د کابل خلکو نن د نېکمرغه لوى اختر لمونځ د اخوت او ورورولي په فضا کې په جوماتونو کې ادا کړ او په هېواد کې د دايمي سولې د ټينګښت او د جګړې او وينې تويیدنې د پاى ته رسولو دعا وکړه.
يوشمېر خلکو د نېکمرغه لوى اختر لمانځه تر ادا کولو او اختر مبارکی وروسته، د باختر آژانس له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې خلک په سختو شرايطو کې دي او په هېواد کې د دايمي سولې ټينګښت او د جګړې او ويني توییدنې بندول د افغانستان د ټولو خلکو مشروع غوښتنه ده.
هغوى ټينګار وکړ چې خلک حق لري د سولي او ورورولي په فضا او له هر راز تاوتريخوالي لرې ژوند وکړي او د اختر مبارکې ورځې په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسولو او د پتمنې سولې د ټينګښت لپاره يو ښه فرصت دى.
د کابل ښار اوسېدونکى احمد صميم وايي چې وسله وال مخالفين بايد د هېواد د بې ګناه خلکو له وژلو او وينې تويولو لاس واخلي او د سولې او مفاهمې له لارې په هېواد کې د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي.
هغه ټينګار وکړ چې په هېواد کې د خلکو وژل او ویجاړۍ انساني او اسلامي لاره نه ده او له ښکيلو لورو يې وغوښتل چې د هېواد د خلکو د کړاوونو د پاى ته رسولو په خاطر له جګړې او تاوتريخوالي لاس واخلي.
د کابل ښار يو بل اوسېدونکي غلام حيدر، سولې ته د رسېدو يواځېنۍ لاره اسلامي احکام او د افغانستان د خلکو مشروع غوښتنو ته احترام وباله چې د سولې ټينګښت، ملي روغه جوړه او ورورولي ده.
هغه وويل چې د اسلام مقدس دين د سولې او روغې جوړې دين دى او جګړه، وينې توييدنه او تاوتريخوالی نه مني.
دغه راز يوشمېر لمونځ کوونکو د نېکمرغه لوى اختر په ورځو کې د امنيت د تامينولو په خاطر د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړه او ويې ويل چې د اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته، په هېواد کې د دايمي سولې او ملي يووالي د ټينګښت او د جګړې د ټغر د راټولولو لپاره یې دعا وکړه.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته