امنیت

دډنډ پتان په سرحدي پوستو دپاکستاني مليشو بريدونه .

کابل باختر دوږي اوولسمه :
دپکتيا ولايت  په ډنډ  پتان ولسوالۍ کې  ددوشنبې  په ورځ  پاکستاني مليشو دسرحدي پوليسو په پوستو بريدونه  وکړل چې دامنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول چې همدا اوس هم مقاومت دوام لري .
د ٤٠٢ سرحدي زون قوماندان  جنرال عبدالبصير  خپلواک دباختراژانس  خبريال ته وويل ددوشنبې دورځې دسهار په څلورو بجو په ډنډ پتان ولسوالۍ کې  په يرغلګرو  دامنيتي ځواکونو له خوا  پراخ عمليات پيل شول او  کومکي ځواکونه  سيمې ته واستول  شول چې تراوسه پورې  دسردزيان په باب خبر نه دى ترلاسه شوې .   خبرځاى زياته کړه دهغو معلوماتو له مخې  چې رارسيدلي دي په دغو بريدونوکې پاکستاني مليشې مستقيم  ونډه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته