امنیت

له يوې سپرلۍ څخه زيات په موټرسايکل دتګ راتګ دمخنيوي په کار کې دهرات دپوليسو جديت .

کابل باختر د کب نهه ويشتمه :
دهرات پوليس په جديت سره دترافيکي قواعدو له سرغړونکو او له هغو کسانو سره چې له موټرسايکل څخه له يوه تن څخه زيات استفاده کوي چلند کوي .
  دهرات ولايت امنيه قوماندان چې  ددغه ولايت دترافيکو دمديريت  کړنې  يې څيړلي دي وايي چې په مراجعينو دجواز سير او دچلونې دجواز دويشلو دبهير دګړندي کولو په خاطر جدي تدبيرونه نيول شوي دي .
ده دترافيکو دپوليسو مسوولينو ته لارښوونه وکړه له هغو کسانو سره چې دواټ دترافيکو دقوانينو پرخلاف تګ راتګ کوي جدي او قانوني چلند وشي .
جنرال  عبدالمجيد روزي په دې باندې په ټينګار سره چې دموټرسايکلونو تګ راتګ  کولاى شي  دخلکو ستونزې لرې کړي خو يادونه  يې وکړه چې دامنيت  ګډوډونکي  دترويستي  فعاليتونو داجرا کولو په لاره کې له دوو سپرليو له موټرسايکلونو  څخه ناوړه استفاده  کوي  او دتروريستي بريدونو په ترسره کولو سره پوليس مکلف  کوي چې دهغو په تګ راتګ باندې زيات بنديزونه ولګوي .
دهرات ولايت  امنيه قوماندان ددغه ولايت دترافيکو مدير او دده تر امر لاندې پرسونل  ته لارښونه  وکړې له هغو کسانو سره چې  له موټرسايکل  څخه له يوې سپرلۍ  زيات استفاده کوي د پوځي شورا دپريکړې  په پام کې نيولو سره چلند وکړي .
دى وايي په واټ کې دوسايطو تګ راتګ بايد قانونمند شي او د ترافيکو  پوليس دنده لري چې دبې سندو اوبې لمبر پليتو وسايطو او دتورو ښيښولرونکو وسايطو دفعاليت  مخه ونيسي .
  داپه داسې حال کې ده  چې دهرات ولايت  دترافيکو مدير پاسوال محبوب الله سادات  ددغې ادارې  دمنسوبينو په استازيتوب دهرات ولايت  امنيه قوماندان  ته ډاډ ورکړ چې ددغه مديريت  ټولې اداري چارې له قانون سره سم پرمخ ځي او خلکو ته خدمتونه يوشان ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته