ټولنه

په جلال اباد کې ديو کانکريتي واټ دجوړولو کار پيل شو .

کابل باختر دليندى  شپږ ويشتمه :
دننګرهار ولايت په مرکز جلال ابادښار کې  يو کانکريتي واټ جوړېږي .
دغه واټ دنهه سوه پنځوسو مترو په اوږدوالي او شپږ مترو په سورسره دښار په مرکز کې جوړېږي .
دجلال اباد ښاروالۍ يو مسوول  باختراژانس ته وويل چې ددغه  واټ  په دواړو خواو کې ديوزرو پنځوسو مترو په اوږدوالي ويالې  هم جوړېږي .
  دغه واټ چې د  جلال اباد دښاروالۍ له خوا جوړېږي  شپږ مليونه افغانۍ لګښت لري او ويل کېږي چې په څلورو مياشتو کې کار يې بشپړېږي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته