امنیت

زيات شمير پوځيان دکندز ددفاع لپاره دغه ولايت ته روان دي.

کابل باختر دتلي ديارلسمه :
امنيتي ځواکونو دکندز کنټرول ترلاسه کړ .
  امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان په شاوتمبول او دکندز ښار کنتټرول يې ترلاسه کړ .
دناتو مقاماتو او دکندز سيمه ئيزو پوليسو تاييد کړه چې وسله وال طالبان له کندز  ښار څخه شړل شوي او دکندز کنتټرول همدا اوس د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلى دى .
پوځي هليکوپټرونه هم دامنيتي ځواکونو په ملاتړ دطالبانو په سنګرونو او پټنځيو  بريدونه کوي .
داپه داسې حال کې ده چې زيات شمير پوځيان دکندز ښار ددفاع لپاره دغه ځاى ته روان دي .
دکندز ولايت امنيه قوماندان محمد قسيم  جنګل باغ دباختراژانس خبريال ته وويل: همدا اوس امنيتي ځواکونو دښار کنټرول ترلاسه کړى دى اوموږ دوسله والو طالبانو له شتون  څخه دښار دپاکولو په حال کې يو .
ويل کيږي ځانګړي  ځواکونه دکندز ښار په واټونوکې ګزمې  کوي  او ځينې پلورنځي او دوکانونه چې دجګړې دسختوالي له امله  تړل شوي و بيا  پرانيستل شوي دي .
خوسره له دې هم دخال خال ډزو غږ اوريدل کيږي .
دکندز  والي اسدالله  عمر خيل وايي دطالبانو بريدونه شنډ کړى شوي دي او امنيتي ځواکونه دهغو سيمو دبيرته   نيولو په حال کې دي چې دطالبانو لاس ته ورغلې وې او په  لسګونو تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دکندز دمرکزي روغتون رييس نعيم منګل وايي چې تراوسه پورې ٤٣ تنه ملکي ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي او يوه ښځه شهيده شوې ده
منګل زياته کړه چې دزياترو ټپيانو روغتيايي حالت مخ  په ښه والي ده او روغتيايي مسوولين هلې ځلې کوي چې ټپيانو ته بيړنۍ مرستې ورسوي .
په  داسې حال کې چې ددولتي ځواکونو پرمختګ دوام لري امنيتي ځواکونه دکندز بغلان په لويه لاره کې له طالبانو سره په جګړه کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته