فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دايران اسلامي جمهوريت د راډيو او ټلويزيونونو داتحاديې له رييس سره په تهران کې وکتل.

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني چې داسلامي دهيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو داتحاديې په بلنه ددغې اتحاديې په اتمه غونډه کې دګډون لپاره دتيرې پنجشنبې په ورځ تهران ته ورسيد په هوايي ډګر کې داسلامي هيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو داتحاديې له رييس علي کريميان او په تهران کې دافغانستان دسفير ډاکتر نصير احمد نور له خوا يې هرکلى وشو.
دباختر آژانس دخبرله مخې په هغې کتنه کې چې دافغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دتيرې پنجشنبې په ورځ داسلامي هيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو داتحاديې رييس :علي کريميان سره په خپل استوګنځي کې وکړه علي کريميان دهيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته ښه راغلاست ووايه او داسلامي هيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو داتحاديې په اتمه غونډه کې دګډون په خاطر دده دبلنې د منلو له امله کور ودانۍ ووايه.
وروسته دهيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په هغې ميلمستيا کې چې د شپې له خوا د اسلامي هيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو داتحاديې د رييس له خوا دتهران په شمال لويديځ کې دميلاد په مخابراتي برج کې شوې وه ګډون وکړ او له يو شمير ميلمنو او داسلامي هيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو د اتحاديې د اتمې غونډې له برخه والو سره يې وکتل.
د اطلاعاتو او فرهنګي وزير پرون د تهران يو تاريخي ځاى د کاخ ګلستان بيلابيلې برخې چې په صفوي دورې او د لومړي طهماسب په امان شاه پورې اړه پيدا کوي وکتلې وروسته دهيواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د ايران ملي موزيم ته لاړ او هغه آثار يې وکتل چې دنوسنګي او مسو او ډيرې کليوالي ټولنو ، دمفرغ په زمانې او د اوسپنې په زمانې ، هخامنشيانو،سلوکيانو  اشکانيانو او د ساسانيانو په دورو پورې اړه پيدا کوي .وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دايران دفرشونو او غاليو موزيم کوت او دغاليو دصنعت په باب چې له پخوا زمانې را په دې خوا ددغه هيواد په بيلابيلو سيمو کې شته د مسوولو کسانو له خوا معلومات ورکړ شول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني په هغې غرمنى ميلمستيا کې چې په تهران کې دافغانستان دسفير له خوا شوې وه ددغه سفارت له کارکوونکو سره ګډون وکړ او د بيلابيلو فرهنګي مواردو په باب يې خبرې وکړې او د دواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ يې ددغو اړيکو په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ.
د اسلامي هيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو اتحاديه په څه دپاسه دوه سوه غړو سره د راډيويي – ټلويزيوني شبکې او داسلامي رسنيو دموسسو ترمنځ دنړۍ يوه ډيره مهمه غير دولتي رسانه يي ټولنه بلل کيږي چې کال په کال خپله عمومي ټولنه په تهران کې جوړوي او د نړۍ له پنځه ديرشو هيوادونو څخه دغړو په شتون سره له اسلامي نړۍ څخه د بيلابيلو شخصيتونو کوربه دى.
ټاکل شوې ده داسلامي هيوادونو د راډيو او ټلويزيونونو داتحاديې دعمومي ټولنې اته ويشتمه غونډه د روان کال د زمري دمياشتې له پنځه ويشتمې نيټې څخه تر اووه ويشتمې نيټې پورې پيغمبر (ص) دمقاومت د رسنيو د رسالت تر عنوان لاندې جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته