امنیت

په فراه ولايت کې دوه تنه دناپيژاندو کسانو له خوا ووژل شول.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٥
ناپيژاندو وسله والو کسانو دوه تنه چې پلار او زوى وو دفراه ښار دکوره ګز په سيمه کې ووژل او موټر يې له ځان سره يووړ.
دجوين ولسوال صمديار دباختر آژانس خبريال ته وويل :-چې وژل شوي کسان دجوين ولسوالۍ دکندکوغ دکلي اوسيدونکي وو.
ده زياته کړه چې دوى په خپل مازاد ډوله موټر کې دسون توکي دپلورنې لپاره له جوين ولسوالۍ څخه دفراه مرکز ته ليږدول.
ده وويل:- چې دغه پلار او زوى دفراه له مرکز څخه خپل کور کورته تلل خو دکوه کز په سيمه کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شول او موټر يې وتښتاوه.
دکوره کز سيمه دفراه د مرکز په شل کيلومتري واټن کې موقعيت لري .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم دوسله والو کسانو له خوا ديتوسک په سيمه کې دسړک جوړولو ديوه شرکت دوه ته چلوونکي وژلي او ددوى موټر يې له ځان سره وړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته