ورزش

په کابل کې دبي ګروپ دفوټبال سيالۍ دوام لري.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ نن په دريو لوبو سره دوام مومي.
دکابل دفوټبال فدراسيون عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دوزير آباد ټيم دجوانان الفت له ټيم سره د روستا ټيم دپنجشير دځوانانو له ټيم سره او د لاله ها ټيم دبريښنا شرکت له ټيم سره لوبې کوي .
دقيومي دڅرګندونو له مخې :په کابل کې دفوټبال دبي ګروپ سيالۍ د ديرشو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ په دريو لوبو سره دوام مومي.
ديادونې وړ ده چې دپنجشنبې دورځې په سياليو کې دبګراميو ديورش ټيم ديوې په وړاندې په څلورو سره د روستا ټيم ته دانصاري دکلپ ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دخاور ټيم ته ماتې ورکړه او دکوهدامن ټيم وکولاى شول دصفر په وړاندې په شپږو سره د آريا پر ټيم بريالى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته