فرهنګ

دهيواد دوياند اوژورناليست جان اغا الکوزي جنازه کابل ته راوليږدول شو ه

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :

دازادۍ راډيو دپياوړوې وياند اوژورناليست جان اقا الکوزي  جنازه نن له اتريش څخه کابل ته راوليږدول شوه .

دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دحامدکرزي نړيوال هوايي ډګر ته دجنازې  دراليږدونې په وخت کې په پارلماني چارو کې  ددولت وزير پوهنمل نبي فراهي ، دپوهنې وزارت معين  ډاکتر شفيق صميم  په ولسي جرګه دخلکو استازي شکريه بارکزي  او ګل باچا مجيدي  ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت درسنيو  دچارو سلاکار او وياند هارون حکيمي، يوشمير  دولتي چارواکي او دارواښاد دکورنۍ غړي او مينه وال حاضر وو .

په فرهنګي  چارو کې  دجمهور رييس سلاکار  اسد الله غضنفر  دباختراژانس خبريال ته وويل چې جان اقا الکوزى دازادي راډيو  پياوړي وياند او ژورناليست و او دخپل عمر څلور ديرش کاله  يې دژورناليستکي  کار په برخه کې تير کړي دي .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  درسنيو دچارو سلاکار او وياند هارون حکيمي هم دازادۍ راډيو دتکړه وياند  اوژورناليست  جان اقا  الګوزي  مړينه يوه ضايعه  وبلله او څرګنده کړې يې ده چې دهيواددژورناليستانو په ټولنه کې به دده ځاى تش  وي .

  دالکوزي جنازه نن له اتريش  څخه کابل ته راوليږدول شوه او  ددوى په پلرنۍ اديره کې دښخولو په خاطر  له کابل څخه دننګرهار ولايت دروداتو ولسوالۍ ته وليږدول شوه .

الکوزي دننګرهار ولايت  په روداتو ولسوالۍ کې وزيږيد اوخپلې لوړې  زده کړې يې په کابل پوهنتون کې دانجنيري  په څانګه کې پاى ته ورسولې .

ده دخبريالۍ کار دافغانستان له ملي راډيو او ټلويزيون سره پيل کړ اوله ديارلسو کلونوراپديخوا يې دچګ جمهوريت په پايتخت پراګ ښار کې له ازادۍ راډيو سره کار کاوه .

الکوزى دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه داترش هيواد په يوه روغتون کې وفات شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته