امنیت

په پروان کې ديوې چاودنې مخه ونيوله شوه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٣  :
پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي  چې دورانکارو او تروريستي عملونو دترسره کولو له لپاره دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و، کشف اوشنډ کړاى شول.
دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول  دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه چاوديدونکي توکي  چې  دطالبانوله خوا په مهارت سره  په يوه بيرل کې ځاى پرځاى  اود بګرام ولسوالۍ د قلعه نصرو دکلي په سړک  کې ايښودل شوي و له  چاودنې مخکې  دپوليسو له خواکشف او دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ دانجينرۍدټيم له خوا شنډکړاى شول .
دبګرام ولسوالۍ دقلعه نصرو کلي يوه له هغو سيمو څخه ده  چې په روان کال کې په دغه کلي کې دوه ځانمرګي بريدونه او دوه بمي بريدونه ترسره شوي دي  چې دغه بريدونه په امنيتي ځواکونو او دغوڅ ملاتړ په قوتونو شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته