ورزش

په پکتیکا کې د کرکټ د لوبغالي چارې په چټکۍ سره روانې دي

ښرنه باختر د غبرګولي ۱۵ مه
په پکتیکا کې د کرکټ د منظور شوي لوبغالي د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي خو د ځمکې پر سر شخړه یې لا هم نه ده حل شوې.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د کرکټ له ملي لوبغالي څخه د کتنې پر مهال د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې د دغه لوبغالي چارې په معیاري ډول په چټکۍ سره روانې دي او په وینایې د جوړېدو له چارو به یې په خپل وخت څارنه کېږي.
وحدت وایي، د یاد لوبغالي په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې د کرکټ د لوبغاړو او مینوالو هیلې پوره شي .
خو له بلې خو بیا د یادې ځمکې څښتن غازي مرجان وایي چې دولت ترې ځمکه په زور نیولې او هیڅکله به د کرکټ د لوبغالي جوړېدلو ته اجازه ورنه کړي.
مرجان وایي چې د ځمکې سندونه په لاس کې ګرځوي خو اړونده ادارې يې هیڅ غږ نه اوري.
دی وايي: که ولایتي اداره یې ستونزه حل نه کړي اړ دی چې خپل غږ تر مرکزه ورسوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته