امنیت

نجيبه دلاوري: د وطن دفاع په جنسيت پورې تړاو نه لري

کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
د شبرغان ښار د پوليسو د پنځم سمت آمره نجيبه دلاوري له وسله والو طالبانو سره د مبارزې لپاره د جګړې ډګر ته لاړه.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې ؛ نجيبه دلاوري چې د قوشتيپې د سالنګ ساحې د امنيتي پوستې د دفاع لپاره تللې ده، وايي چې له ډار پرته د طالبانو پر وړاندې جنګېږي.
هغې زياته کړه چې د هېواد دفاع په جنسيت پورې تړاو نه لري او ټول بايد په سختو شرايطو کې د هېواد، ملي ګټو او د ځمکنۍ بشپړتيا د دفاع لپاره يو موټي شي او د دښمن پر وړاندې ودرېږي.
مېرمن دلاوري وويل چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه له وسله والو طالبانو څخه د ولسواليو د نيولو لپاره يولړ پروګرامونه لري او ډېر ژر به دغه ولسوالۍ له دښمن څخه بېرته ونيسي.
نجيبه دلاوري د ملي پوليسو غړۍ ده او څو مياشتې وړاندې د شبرغان ښار د پوليسو د پنځم سمت آمره وټاکل شوه.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته