روغتیا

په غورکې د واکسين دتطبيق پروګرام پيل شو

کابل باختردميزان١٤
دماشومانو دګوزڼ د ناروغۍ دواکسين دتطبيق دمني پروګرام څلورمه دوره په غورولايت کې پيل شوه .
دغوردعامې روغتيارياست دکتلوي معافيت آمرډاکتر محمدنسيم دولتي باختر آژانس ته وويل :  دغه پروګرام د يونسف د دفتر اود نړۍ د روغتيايي سازمان  په مرسته د دوو مليونو دوه سوه  زرو افغانيو په لګښت  پيل او  دري ورځي  به  دوام وکړي
خبرځاى وويل : دغه پروګرام د ښوونځيو ديو زرو څلورسوه تنو ښوونکو او زده کوونکو له خوا په رضاکارانه  ډول په غور ولايت کې اجراکيږي .
خبرځاى زيا ته کړه  ، دطالبانو ترواکمنۍ لا ندې سيمو په ګډون د دغه ولايت په ټولوسيموکي دغه پروګرام عملي کيږي اوتراوسه پورې دواکسين دتطبيق  په لاره کې خنډ نه دى  را منځته شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته