ټولنه

دتاله اوبرفک ولسوالۍ دبيرته نيولو عمليات پيل شول

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٢ :
له طالبانو څخه  دبغلان ولايت  دتاله اوبرفک ولسوالۍ  دبيرته نيولو عمليات پيل شول . نن سهار دکوماندو په لسګونو تنه ځواکونه ددغې ولسوالۍ دبيرته نيولو لپاره بغلان ته ولاړل .
ددغو عملياتو مشري  دکوماندو ځواکونو يو قوماندان منيب اميري په غاړه لري.
دبغلان ولايت  يوه  امنيتي مقام باختر آژانس ته وويل  چې له طالبانو څڅه دتاله اوبرفک ولسوالۍ دبيرته نيولو عمليات نن سهار پيل شول.
ده وويل ؛ دعملياتو مشري دکوماندو دځواکونو په لاس کې دي او ترڅنګ يې دملي اردو او دملي  پوليسو ځواکونو هم پکې ګډون کړى دى.
دبغلان ولايت دتاله اوبرفک ولسوالۍ پرون له غرمې وروسته  طالبانو ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته