کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه دوه پوليسان د روزګان په مرکز ترينکوټ کې شهيدان کړل.
د روزګان د والي وياند ذلګي عبادي باختر آژانس ته وويل: دغه پوليسان په پوسته کې په پلټنې بوخت وو چې ناپېژاندو وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې او شهيدان شول.
هغه وويل: د يرغلګرو د نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ