امنیت

دقلات -قندهار په لويه لاره کې ديوې ډلې مسافرانو تښتول کيدل .

کابل باختر دلړم ديرشمه :
يوه ډله مسافران دقلات- قندهار په لويه لاره کې  وتښتول شول .
يوځل بيا يوه ډله مسافران نن سهار  دوسله والو کسانو له خوا دقلات- قندهار په لويه لاره کې وتښتول شول .
دزابل ولايت امنيه قوماندان  ميرويس نوري دباختراژانس خبريال ته وويل بيا هم په هزاره مليت پورې اړوند څو تنه مسافران دقلات قندهار په لويه لاره کې دوسايطو  دپلټنې په بهير کې  له موټر څخه ښکته او وتښتول شول خو په دې باب زيات جزئيات ورنه کړل .
دزابل ولايت يوه مسوول  خبرځاى چې دنامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه وويل  چې تښتول شوي کسان شل تنه  دي او دزابل ولايت امنيه قوماندان وايي چې دتښتول شويو کسانو دخلاصون او دهغوى دبرخليک  دټاکنې لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته