امنیت

په بلخ کې د ۱۲ وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢١مه دولس وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې ووژل شول. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په علم خېلو او شرشرې ساحوکې د پوځیانو په ګډو عملیاتوکې ووژل شول. رضايي زیاته کړه چې په عملیاتو کې ۱۸ نور وسله وال طالبان ټپیان شول، یو تن بل يې ونیول شو او د دښمن څو سنګرونه له منځه لاړل. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند وويل چې په عملیاتوکې دوه امنیتي منسوبين ټپیان شول. ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته