سیاستخبرونهTOP

‏د اداري کمېسيون په ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون ناسته ترسره شوه.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د لوړو زده کړو، پوهنې، کانونو او پټرولیم او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو، د فرامينو او احکامو د څارنې او تعقيب عمومي رياست، د چارو ادارې، پکتيکا ولايت، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او په بدخشان کې د طب پوهنځي جوړولو پر موضوعاتو او غوښتنو هر اړخيز بحث شوی دی.
د ياد کمېسيون د غړيو له لوري پر يادو موضوعاتو تر هر اړخيزو بحثونو وروسته، لازم تصميمونه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته