کابل باختر دکب شپاړلسمه :
د ملي پوليسو٧٤ تنو منسوبينو نن د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ له تعليمي مرکز څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د لوګر ولايت په امنيه قوماندانۍ کې جوړه شوې وه؛ د دغې قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدير سمونمل محمدفيروز محرابي وويل: دغو پوليسانو دوه مياشتې د وسلو د تخنيک، د وسلو د تکتيک، لومړنيو مرستو، ترافيکو، مخابرې، توپوګرافۍ او د بشر د حقوقو په برخوکې د پوليسو د مسلکي استادانو مسلکي زده کړې کړې دي .
وروسته د لوګر ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود احمدي د پوليسو د مسلکي والي د اهميت په باب خبرې وکړې او د هغوى فراغت يې د لوګر ولايت په ګوټ ګوټ کې د امنيت په تامينولوکې ګټور وباله او فارغان يې خپلوکاري مسووليتونو ته ځيرکړل .
د لوګر ولايت د مقام مرستيال قمرالدين شکيب هم په خپلو خبروکې فارغانو ته د مبارکۍ د ورکولو په ترڅ کې زياته کړه چې د ښوونې او روزنې په ډګرکې د خولو تويول د جګړې په ډګرکې د وينو د توييدو مخه نيسي .
ده د لوګر ولايت د پوليسو د تعليمي مرکز د استادانو هلې ځلې د قدر وړ وبللې.
غونډه د پوليسو په فارغانو د ستاينليکونو په ويشلو سره پاى ته ورسيده .
0 1 دقیقه لوستل