سیاست

دبهرنيو چارو وزير دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي له ځانګړي استازي سره وکتل

-کابل باختر د لړم اوومه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن  دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  له ځانګړي  استازي تداميچي  ياما موتو  سره  په کابل کې وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .،  په پيل کې  دهېواددبهرنيو چارو وزير  په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  دځانګړي استازي  دسياسي اغيزمنو هڅو له امله  په قدردانى سره  ،  په هېواد کې دملګروملتو دسازمان  دنمايندګى رول  ستر وباله .
   وروسته  صلاح الدين رباني او ياماموتو  دسيمه ئيزو همکاريو په پياوړتيا او  له افغانستان سره  دهمکاريو  په پراختيا  او دسيمې په پيوستون باندې  دملګروملتو دسازمان  په رغنده رول باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته