امنیت

په پکتيکا کې د بمي چاودنو له امله پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۲ مه
د پکتيکا ولایت په برملې ولسوالۍ کې پر پاکستاني پوځيانو د اغزن سيم د تاوولو پر مهال دوې پرلپسې بمي چاودنې شوې دي.
یوې باوري سرچینې د نه نوم نه ښودولو په صورت کې باختر اژانس ته وویل چې تېره ورځ وروسته له غرمې د برملې ولسوالي د خواجه خدر غره په لمنو کې پر پاکستاني پوځيانو دوې غبرګې چاودنې شوي.
سرچينه زیاتوي چې يادو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده،خو د شمېرو په اړه یې کره معلومات نشته.
د سرچینې په وينا پاکستانيو ځواکونو له چاودنو وروسته پر افغان خاوره هوانونه هم راتوغولي خو مرګ ژوبله نه لري.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته