امنیت

په نيمروزکې پنځه تنه پوليسان شهيدان شول

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
په نيمروز ولايت کې پنځه تنه پوليسان د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مدير عبدالهادي عزيزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: پنځه تنه پوليسان پرون ناوخته د دغه ولايت د خاشرود په ولسوالۍ کې هغه وخت شهيدان شول چې د دوى د سپرلۍ رنجپر موټر  په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: په دې پيښه کې څلورتنه نور پوليسان ټپيان شول چې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
د يوبل خبر له  مخې:
د نيمروز ولايت د ملي امنيت يو کارکوونکى تېرماښام ددغه ولايت په مرکز زرنج ښار کې د موټرسايکل  سپورو کسانو له خوا ترور شو.
  خبرځاى زياته کړه: د دغې پيښې په اړوند تر اوسه پورې څوک نه دي نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته