هرات باختردمرغومي دمياشتې ١٤ نيټه :
د هرات ولايت د مرکزي جېل څلور تنه امنيتي منسوبان د نشه يي توکو په لېږدونه کې د همکارۍ په تور عدلي اوقضايي بنسټونو ته معرفي شول.
دهرات ولايت دجېل لوى مديرحميدالله صديقي په يوه خبري غونډه کې وويل ؛ دغه امنيتي منسوبان دنشه يي توکو د قاچاقو په لېږدونه کې دهمکارۍ په تور له نشه يي توکوسره دمبارزې لوى مديريت ته معرفي شوي او د هغوى دوسيې دڅيړنې لپاره د هرات ولايت داستيناف محکمې ته لېږل شوي دي .
صديقي په جېل کې د درې سوه مبايلونو او٣٦١ کيلوګرامه نشه يي توکو دراټولولو خبر هم ورکړ.
ده په دې غونډه کې د هرات دجېل د دريو مياشتو دکړنو يادونه هم وکړه او د دغه جېل د کاناليزاسيون جوړول، درې سوه بنديانو ته د زده کړې د ١٢ کورسونو جوړول ، ١٠ ديني کورسونه ، دانګليسي ژبې او کمپيوټر د زده کړې دوولس کورسونه ، دوه سوه بنديانو لپاره دلاسي صنايعو د زده کړې کورسونه ، اوپه دې جېل کې دواليبال د پنځو ټيمونو جوړول او د فوټبال د اتو تيمونو جوړول په ګوته کړل.
0 1 دقیقه لوستل