کابل- باختر- د مرغومي د مياشتې ٧مه
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت نن د بکخېلو ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د هاشمیه ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.
د پکتيکا ولايت والي باختر اژانس ته وويل چې د هاشمیه ښوونځی ودانۍ د څوارلسو میلیونو افغانیو په لګښت د شپږو مياشتو په موده کې په اساسي ډول سره جوړيږي.
وحدت زیاته کړه چې د خلکو په همکارۍ به د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا او بډای کولو لپاره په ګډه هلې ځلې کوي.
ديادونې وړ ده چې په څو ورستيو اوونيو کې دا درېیم ښوونځی دی چې په دغه ولايت کې يې د بنسټ ډبره اېښودل کیږي.#
0 د یوې دقیقې څخه لږ