فرهنګ

دوياند اوژورناليست جان اقا الکوزي جنازه خاورو ته وسپارل شوه .

کابل باختر د وږي  اووه ويشتمه :

  دملي راډيو ټلويزيون دژورناليست او دازادۍ راډيو ارواښاد جان اقاالکوزي جنازه ديولړ مراسمو په ترڅ کې په داسې حال کې چې دننګرهار ولايت يوشمير  دولتي  چارواکي او دفرهنګي او ادبي بنسټونو منسوبين حاضر وو نن دجلال اباد  ښار  دعيدګاه په جامع جومات کې دجنازې دلمانځه له اداکولو وروسته ددوى په پلرنۍ  اديره کې خاورو ته وسپارل  شوه .

دننګرهار ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ  صميم دجنازې دښخولو له مراسمو مخکې دارواښاد الکوزي دکړو وړو او خدمتونو يادونه وکړه او له هغو کسانو څخه يې چې په دغو مراسمو کې ګډون کړي و مننه او قدرداني وکړه .

  دارواښاد دجنازې  په اداکولو کې دننګرهار ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال  ، محمد حسن  ولسمل  درسنيو کارکوونکو په تيره بيا دازادۍ راډيو کارکوونکو نسيم شفق ، حميد مومند او ويس کاکړ  دارواښاد دکورنۍ غړو ، دننګرهار ولايت دفرهنګي او ژورناليستکي  بنسټونو مسوولينو او کارکوونکو برخه اخستې   وه اوجنازه دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې ددوى په پلرنۍ اديره کې خاوروته وسپارل شوه .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته