امنیت

په هلمند کې يوتن د انسان تښتونې په تور ونيول شو

کابل / دکب  ٢٥مه / باختر :
په هلمند کې يوتن د انسان تښتونې په تور ونيول شو.
پر نيول شوي سړي په هلمند کې د انسان تښتونې د لسګونومواردو تور لګول شوى دى.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې دغه سړى پرون ناوخته  د لښکرګاه ښار ته څېرمه په عملياتو کې نيول شوى دى.
نيول شوي سړي په لومړنيو تحقيقاتوکې په هلمند کې د انسان تښتونې په لسګونو مواردو اعتراف کړى او ويلي يې دي چې د زياتو پيسو له ترلاسه کولو وروسته به يې تښتول شوي کسان خوشې کول.
ختم_ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته