امنیت

په جوزجان کې د طالبانو دسر دروند زيان .

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٨
پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې له پوځيانو سره دجګړې په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړې په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې دجمهوري رياست دلومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرى دپوځي عملياتو په دوام دجوزجان ولايت په ځينو سيمو کې رامنځته شوي دي .
په جوزجان ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې جګړو کې د طالبانو د دريو قوماندانانو په ګډون ٢٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل پوځيان بريالي شول چې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک کړي .
دملي اردو دغه قوماندان وايي دجنرال دوستم په مشرى عمليات به دوسله والو طالبانو له شتون څخه دجوزجان ولايت تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته