امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د۵۹ ترهګرو وژل کیدل

کابل باختر د مرغومي اتمه
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتو کې۱۱  ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۹ځانګړي کوماندویي دندې او ۶هوایي بريدونه د جګړه مارانو او ترهګرو  په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر سره کړي د افغانستان  هوایي ځواکونو ۵۱ الوتنې دملي اردو  د ځواکونو  د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۵۹ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي  او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه عملیات د هوایي ځواکونو په  ملاتړ د ننګرهار، پکتیکا، خوست، غزني، دایکندي، هرات،  فاریاب، بدخشان، بعلان اود هلمند په ولایتونو  کې تر سره شوي په پایله کې د هرات ولایت د شینډنډ او غوریانو په ولسوالیو کې ۲۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي، د فاریاب ولایت د شرین تګاب او قیصار په ولسوالیو کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان او د ننګرهار ولایت د هسکې مینې،اچین، خوږیانو، حصارک او غني خیلو په ولسوالیو کې د ۴ تنو داعشیانو په ګډون ‍۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، د اچین ولسوالۍ د چهل ګزیو او د غنی خیلو  ولسوالۍ د بادام خیلو،راغې، سیاه چوب او ګولایي کلي د دښمن له شتون څخه پاکې شوي دي.
همدا راز د پکتیکا ولایت د ګومل په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی، د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د خوست ولایت د صبریو په ولسوالۍ کې د حقاني شبکې اړوند یو تن ترهګر وژل شوی او ۴ ماینونه کشف او شنډ شوي دي .پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته