فرهنګ

ډاکترکمال سادات : سينماګران دې بايد دهېواد داصيل فرهنګ او هنر ودې ته پاملرنه وکړي

کابل باختردمرغومي د مياشتې  ١٨:
دافغانستان دځوانو سينماګرانو اوفلم جوړونکو دټولنې  مشرتابه هيئت  اويو شمير غړو نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له سرپرست ډاکتر کمال سادات سره په کتنه کې  خپلې ستونزې طرحه کړې.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې کتنه کې  سليم شاهين  اوفضل الهادي کفشاني دنورو په استازيتوب خبرې وکړې او دسينماګرانو او دفلم جوړونکو ستونزې يې بيان کړې او داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه يې وغوښتل  چې په هېوادکې  دسينماهنر دښه والي په خاطر  دفلم جوړونکو او سينماګرانو ملاتړ وشي .
دوى په دې کتنه کې  دهېواد دسينماګانوله لارې دهغو افغاني فلمونو دخپرولو  غوښتنه وکړه چې په بيلابيلو برخو او دورو کې دافغانستان دخلکو ژوند تصويروي  او دغه فلمونه دغه راز دټلويزيونونو له لارې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ  دخپريدو فرصت ترلاسه کړي.
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات دسينماګرانو اوفلم جوړونکو دستونزو له اوريدو وروسته  ژمنه وکړه چې  دسينما دهنر دښه والي په لاره کې به  دسينماګرانو او فلم جوړونکو ملاتړ وکړي.
ډاکتر کمال سادات  دهېواد له سينماګرانو څخه وغوښتل چې  دافغاني اصيل 
فرهنګ او هنر دودې په خاطر  دې  زياته پاملرنه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته